۱۳۸۸ مرداد ۱۴, چهارشنبه

نن په هلمند کي١٦ حافظانو ته دفضليت بګړۍ وتړل سوي

په لښكرګاه كې له مركزي دار الحفاظ څخه دقرآن کريم شپاړسو(١٦) حافظانو ته د فراغت سندونه د يو لړ مراسيمو په ترڅ کي ورکړل سول .
دغه حافظان د هلمند د مرکزلښکرکاه او يو شمير ولسواليو اوسېدونکي دي، چې د لښکرګاه دمختار په مرکزي دار الحفاظ کې يې حفظ ترسره کړى دى .
په دې غونډه کې د لوړپوړو دولتي چارواکو ترڅنګ څه د پاسه ا ٢ زره کسانو ګډون کړي وو .
د هلمند مرستيال والي حاجې عبدالستار ميرزكوال وويل، چې تردې د مخه د هلمند ځوانان دديني زده كړو لپاره ګاونډي هېواد پاكستان ته تلل، چې له ډيرو ستونزو سره لاس او ګريوان وه .
نوړوړي زياته کړه چې اوس په خپله سيمه کې دوى ته د ديني زده کړو زمينه چمتو سوي ده . ميرزکوال وعده وکړه، چې د ښوونې او روزنې رياست به ددوى لپاره هر ډول اسانتياوې برابروي

۱۳۸۸ مرداد ۱۳, سه‌شنبه

په هلمند کي د پوليسو يو افسر ووژل شو


کامل داوري 2009 8 4
د هلمند په مرکز لښکرګاه ښارکې نن سهار د وسلوالو طالبانو په يوه بريد کې د پوليسو يو افسر ووژل شو او دوه نور پوليس ټپيان سوي دي .
دهلمند امنيه قوماندانۍ د امنيت آمر ښاغلي سمونوال کمال الدين زياته کړه چې دغه پېښه د هلمند کندهار پر لاره رامنځته سوه دد ه په وينا چې د وسلوالو طالبانو په دغه بريد کې د تورباز خان په نوم د پوليسو يو قوماندان ووژل شو او دوه ملګري يې چي دده سره يو ځاي وه ژزبل سوي دي

۱۳۸۸ مرداد ۸, پنجشنبه

رښتيني ارمان

يار مي بانډاره څه ستنيږي زړه مي دړي وړي
زړه کي اغيار مينه څرخيږي زړه مي دړي وړي
زه يي .ژوندون ته تل رباب د خوشحالي ږغوم
بيام بي وفا را څه بيليږي زړه مي دړي وړي
عشقه سفر دي سمندر غوندي بي پايه وينم
په خونديي هيڅوک نه مړيږي زړه مي دړي وړي
(داوري )داخو دهجران او د بيلتون کيسه سو ه
نړي د هر چا څه پاتيږي زړه مي دړي وړي

د ملي اردو څلور سرتېري ووژل شول


د ملي دفاع وزارت په هلمند ولايت کې د ماين ديوې چاودنې له امله د ملي اردو د څلورو سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړ.
دغه خبر په کابل کې د ياد شوي وزارت دويندوى له دفتر څخه د زمري په ٨مه، ورکړل شوى دى .
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې چاودنه کې د ملي اردو ٤ سرتېري ووژل شول او ٢ نور يې ټپيان دي . د ملي دفاع وزارت په خبرپاڼه کې ويل شوي، چې ټپي سرتېري روغتون ته لېږدول شوي او دهغوى روغتيايي حالت د ډاډ وړ ښودل شوى دى

۱۳۸۸ مرداد ۵, دوشنبه

پر شهنواز تڼي د بوټونو ګوزارونه وشول

کامل داوري July 2009 27
د ولسمشرۍ پرکانديد شهنواز تڼي باندې په هغه غونډه کې د بوټونو ګوزارنه وشول، کومه چې نن په هلمند کې د ده د ملاتړ په موخه جوړه شوې وه.
دغه غونډه د زمري په ٥مه، له غرمې وروسته د لښکرګاه ښار د مجرانو په کارته کې جوړه شوې وه.
په هلمند کې د تڼي د کمپاين مسوول باچا ګل وويل چې په دې غونډه کې د ولايت دمرکز او نږدې ولسواليو شاوخوا ٤٠٠ کسانو برخه اخيستې وه.
د ولسمشرۍ پر کانديد شهنواز تڼي په دغه غونډه کې هغه مهال د بوټونو ګوزارونه وشول، چې نوموړي د حامد کرزي پر حکومت نيوکې پيل کړې .
د غونډې درې ګډونوالو له شاوخواا ته مترۍ څخه پر تڼي د بوټونو ګوزارونه وکړل، چې د هغه له سر او يوې خوا څخه تېر شول او يو يې د سټيج مخې ته ولګېد، خو تڼى ترې روغ ووت.
دغو بوټ ويشتونکيو تڼي ته ويل چې تا پخپله واکمنۍ کې څه کړي دي ، چې اوس دې پر کرزي نيوکې پيل کړې دي .
د بوټونو له ګوزارونو سمدستي وروسته جنايي پوليسو ياد شوي کسان ونيول او غونډه ګډه وډه شوه، خو لږه شېبه وروسته غونډه بېرته منظمه شوه او تڼي خپله وينا پيل کړه.

۱۳۸۸ مرداد ۳, شنبه

دپخواني پاچاعليحضرت محمدظاهرشاه د مړيني ورځ

کامل داوري july 25 2009

پرون د لښکرګاه په مرکزي جامع جومات کي دافغانستان دپخواني پاچاعليحضرت محمدظاهرشاه د مړيني ورځ ولمانځل سو دعليحضرت محمدظاهرشاه لومړي تلين دلښکرګاه په مرکزي جامع جومات کي په داسي حال کي دقران عظيم الشان دختم کولوپه مراسيموسره ولمانځل سوچه هلمندوالي محمدګلاب منګل دګڼودولتي اداروچارواکو ديني عالمانواوعامووګړوبرخه دروده د هلمندوالي په خپلوخبروکي دعليحضرت محمدظاهرشابابا دوره يوطلايي اوځلانده دوره وبلل زياته يي کړه چه په هغه دوره کي سوله قايمه اوخلک دهرڅه اسانتياونه برخمن وه اودټول ولس ترمنځ ديووالي ،ورورولي ،ميني اومحبت مزي ټينګي وي ده وويل چه نوموړي خپل ټول ژوندددي خاوري اوملت په خدمت کي تيري کړي واوتل يي داهڅه کول چه هيوادوال يي ازاداودپرديوترتاثيرلاندي رانشي..همدارنګه والي محمدګلاب منګل دعليحضرت محمدظاهرشاه اوټولوشهيدانوروح ته دجنت الفردوس اودکورنيوغړيوته يي دتسليت مراتب وړاندي کړه

۱۳۸۸ مرداد ۱, پنجشنبه

يو برتانوى او دوه امريکايي سرتېري ووژل شول


يو برتانوى او دوه امريکايي سرتېري ووژل شول
د ناټو پر مشرۍ نړيوالو سوله ساتو ځواکونو دافغانستان په سوېل کې د خپلو درېيو سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړ .
دغه خبر په کابل کې د ايساف ځوکونو مطبوعاتي دفتر لخوا د زمري په لومړۍ نېټه ورکړل شوى دى.
په خبرپاڼو کې ويل شوي، چې دغه ٣ سرتېري يې تېره ورځ دافغانستان په سوېل کې د ماين په دوو چاودنو کې وژل شوي دي .
سرچينو ويلي، چې پرون يې په هلمند کې د ايساف په چوکاټ کې ٢ سرتېري وژل شوي دي . دغه راز د انګلستان ددفاع وزارت اعلان کړى، چې په هلمند کې درېيم وژل شوى سرتېرى برتانوى دى