کامل داوري July 2009 27
د ولسمشرۍ پرکانديد شهنواز تڼي باندې په هغه غونډه کې د بوټونو ګوزارنه وشول، کومه چې نن په هلمند کې د ده د ملاتړ په موخه جوړه شوې وه.
دغه غونډه د زمري په ٥مه، له غرمې وروسته د لښکرګاه ښار د مجرانو په کارته کې جوړه شوې وه.
په هلمند کې د تڼي د کمپاين مسوول باچا ګل وويل چې په دې غونډه کې د ولايت دمرکز او نږدې ولسواليو شاوخوا ٤٠٠ کسانو برخه اخيستې وه.
د ولسمشرۍ پر کانديد شهنواز تڼي په دغه غونډه کې هغه مهال د بوټونو ګوزارونه وشول، چې نوموړي د حامد کرزي پر حکومت نيوکې پيل کړې .
د غونډې درې ګډونوالو له شاوخواا ته مترۍ څخه پر تڼي د بوټونو ګوزارونه وکړل، چې د هغه له سر او يوې خوا څخه تېر شول او يو يې د سټيج مخې ته ولګېد، خو تڼى ترې روغ ووت.
دغو بوټ ويشتونکيو تڼي ته ويل چې تا پخپله واکمنۍ کې څه کړي دي ، چې اوس دې پر کرزي نيوکې پيل کړې دي .
د بوټونو له ګوزارونو سمدستي وروسته جنايي پوليسو ياد شوي کسان ونيول او غونډه ګډه وډه شوه، خو لږه شېبه وروسته غونډه بېرته منظمه شوه او تڼي خپله وينا پيل کړه.