۱۳۸۸ مرداد ۱۴, چهارشنبه

نن په هلمند کي١٦ حافظانو ته دفضليت بګړۍ وتړل سوي

په لښكرګاه كې له مركزي دار الحفاظ څخه دقرآن کريم شپاړسو(١٦) حافظانو ته د فراغت سندونه د يو لړ مراسيمو په ترڅ کي ورکړل سول .
دغه حافظان د هلمند د مرکزلښکرکاه او يو شمير ولسواليو اوسېدونکي دي، چې د لښکرګاه دمختار په مرکزي دار الحفاظ کې يې حفظ ترسره کړى دى .
په دې غونډه کې د لوړپوړو دولتي چارواکو ترڅنګ څه د پاسه ا ٢ زره کسانو ګډون کړي وو .
د هلمند مرستيال والي حاجې عبدالستار ميرزكوال وويل، چې تردې د مخه د هلمند ځوانان دديني زده كړو لپاره ګاونډي هېواد پاكستان ته تلل، چې له ډيرو ستونزو سره لاس او ګريوان وه .
نوړوړي زياته کړه چې اوس په خپله سيمه کې دوى ته د ديني زده کړو زمينه چمتو سوي ده . ميرزکوال وعده وکړه، چې د ښوونې او روزنې رياست به ددوى لپاره هر ډول اسانتياوې برابروي

۱۳۸۸ مرداد ۱۳, سه‌شنبه

په هلمند کي د پوليسو يو افسر ووژل شو


کامل داوري 2009 8 4
د هلمند په مرکز لښکرګاه ښارکې نن سهار د وسلوالو طالبانو په يوه بريد کې د پوليسو يو افسر ووژل شو او دوه نور پوليس ټپيان سوي دي .
دهلمند امنيه قوماندانۍ د امنيت آمر ښاغلي سمونوال کمال الدين زياته کړه چې دغه پېښه د هلمند کندهار پر لاره رامنځته سوه دد ه په وينا چې د وسلوالو طالبانو په دغه بريد کې د تورباز خان په نوم د پوليسو يو قوماندان ووژل شو او دوه ملګري يې چي دده سره يو ځاي وه ژزبل سوي دي

۱۳۸۸ مرداد ۸, پنجشنبه

رښتيني ارمان

يار مي بانډاره څه ستنيږي زړه مي دړي وړي
زړه کي اغيار مينه څرخيږي زړه مي دړي وړي
زه يي .ژوندون ته تل رباب د خوشحالي ږغوم
بيام بي وفا را څه بيليږي زړه مي دړي وړي
عشقه سفر دي سمندر غوندي بي پايه وينم
په خونديي هيڅوک نه مړيږي زړه مي دړي وړي
(داوري )داخو دهجران او د بيلتون کيسه سو ه
نړي د هر چا څه پاتيږي زړه مي دړي وړي

د ملي اردو څلور سرتېري ووژل شول


د ملي دفاع وزارت په هلمند ولايت کې د ماين ديوې چاودنې له امله د ملي اردو د څلورو سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړ.
دغه خبر په کابل کې د ياد شوي وزارت دويندوى له دفتر څخه د زمري په ٨مه، ورکړل شوى دى .
د سرچينې د معلوماتو له مخې، په دې چاودنه کې د ملي اردو ٤ سرتېري ووژل شول او ٢ نور يې ټپيان دي . د ملي دفاع وزارت په خبرپاڼه کې ويل شوي، چې ټپي سرتېري روغتون ته لېږدول شوي او دهغوى روغتيايي حالت د ډاډ وړ ښودل شوى دى

۱۳۸۸ مرداد ۵, دوشنبه

پر شهنواز تڼي د بوټونو ګوزارونه وشول

کامل داوري July 2009 27
د ولسمشرۍ پرکانديد شهنواز تڼي باندې په هغه غونډه کې د بوټونو ګوزارنه وشول، کومه چې نن په هلمند کې د ده د ملاتړ په موخه جوړه شوې وه.
دغه غونډه د زمري په ٥مه، له غرمې وروسته د لښکرګاه ښار د مجرانو په کارته کې جوړه شوې وه.
په هلمند کې د تڼي د کمپاين مسوول باچا ګل وويل چې په دې غونډه کې د ولايت دمرکز او نږدې ولسواليو شاوخوا ٤٠٠ کسانو برخه اخيستې وه.
د ولسمشرۍ پر کانديد شهنواز تڼي په دغه غونډه کې هغه مهال د بوټونو ګوزارونه وشول، چې نوموړي د حامد کرزي پر حکومت نيوکې پيل کړې .
د غونډې درې ګډونوالو له شاوخواا ته مترۍ څخه پر تڼي د بوټونو ګوزارونه وکړل، چې د هغه له سر او يوې خوا څخه تېر شول او يو يې د سټيج مخې ته ولګېد، خو تڼى ترې روغ ووت.
دغو بوټ ويشتونکيو تڼي ته ويل چې تا پخپله واکمنۍ کې څه کړي دي ، چې اوس دې پر کرزي نيوکې پيل کړې دي .
د بوټونو له ګوزارونو سمدستي وروسته جنايي پوليسو ياد شوي کسان ونيول او غونډه ګډه وډه شوه، خو لږه شېبه وروسته غونډه بېرته منظمه شوه او تڼي خپله وينا پيل کړه.

۱۳۸۸ مرداد ۳, شنبه

دپخواني پاچاعليحضرت محمدظاهرشاه د مړيني ورځ

کامل داوري july 25 2009

پرون د لښکرګاه په مرکزي جامع جومات کي دافغانستان دپخواني پاچاعليحضرت محمدظاهرشاه د مړيني ورځ ولمانځل سو دعليحضرت محمدظاهرشاه لومړي تلين دلښکرګاه په مرکزي جامع جومات کي په داسي حال کي دقران عظيم الشان دختم کولوپه مراسيموسره ولمانځل سوچه هلمندوالي محمدګلاب منګل دګڼودولتي اداروچارواکو ديني عالمانواوعامووګړوبرخه دروده د هلمندوالي په خپلوخبروکي دعليحضرت محمدظاهرشابابا دوره يوطلايي اوځلانده دوره وبلل زياته يي کړه چه په هغه دوره کي سوله قايمه اوخلک دهرڅه اسانتياونه برخمن وه اودټول ولس ترمنځ ديووالي ،ورورولي ،ميني اومحبت مزي ټينګي وي ده وويل چه نوموړي خپل ټول ژوندددي خاوري اوملت په خدمت کي تيري کړي واوتل يي داهڅه کول چه هيوادوال يي ازاداودپرديوترتاثيرلاندي رانشي..همدارنګه والي محمدګلاب منګل دعليحضرت محمدظاهرشاه اوټولوشهيدانوروح ته دجنت الفردوس اودکورنيوغړيوته يي دتسليت مراتب وړاندي کړه

۱۳۸۸ مرداد ۱, پنجشنبه

يو برتانوى او دوه امريکايي سرتېري ووژل شول


يو برتانوى او دوه امريکايي سرتېري ووژل شول
د ناټو پر مشرۍ نړيوالو سوله ساتو ځواکونو دافغانستان په سوېل کې د خپلو درېيو سرتېرو د وژل کېدو خبر ورکړ .
دغه خبر په کابل کې د ايساف ځوکونو مطبوعاتي دفتر لخوا د زمري په لومړۍ نېټه ورکړل شوى دى.
په خبرپاڼو کې ويل شوي، چې دغه ٣ سرتېري يې تېره ورځ دافغانستان په سوېل کې د ماين په دوو چاودنو کې وژل شوي دي .
سرچينو ويلي، چې پرون يې په هلمند کې د ايساف په چوکاټ کې ٢ سرتېري وژل شوي دي . دغه راز د انګلستان ددفاع وزارت اعلان کړى، چې په هلمند کې درېيم وژل شوى سرتېرى برتانوى دى

هلمندولايت په جنوب ګرمسير ولسوالي کي دوه سوه اوشپږنوي ټنه نشه يي توکي کي وسوځول سوه

کامل داوري Jul ٢٣, 2009
هلمندولايت په جنوب ګرمسير ولسوالي کي دوه سوه اوشپږنوي ټنه نشه يي توکي کي وسوځول سوه

دا دوه سوه شپږنوي ټنه مخدره توکي په داسي حال کي دګرمسيرولسوالي دسپارپه سيمه کي و سوځول سول چه دهلمندوالي محمدګلاب منګل. دمخدره توکوپرضددمبارزي وزيرجنرال. خدايداددکورنيوچارووزارت دمخدره توکوپرضددمبارزي معين جنرال داود داود په افغانستان کي دپراختيا اوبيارغاوني په برخه کي دامريکاسفير انټوني واين هلمندامنيه قوماندان سمونوال اسدالله شيرزاددګڼودولتي ادارومسولينواودبيلابيلورسنيوژورنالستانوهم هغه ولسوالي ته سفردرلود د والي وياند داوود احمدي.
زياته کړه چې ياد شوي چارواکي د ګرمسېر ولسوالۍ د صفار سيمې ته ولاړل، چېرته چې دغه نشه يي توکي راټول شوي وو او ددوى پر وړاندې وسوځول شول .
د احمدي په وينا‌، په دې توکيو کې يوولس نيم ټنه چرس، ۳۵ كيلو ګرامه هيرويين، ۳۰۰ ټنه خاشخاش، ۱۶۲۹۰ لېتره مايع كيمياوي توکي، ۱۳۵كيلو ګرامه مايع تارياك او ۶ كيلو بروفين شامل وو .

۱۳۸۸ تیر ۲۹, دوشنبه

په هلمند کي دښاروالي د بنسټ ډبره

کامل :داوري : - Jul 19, 2009
په هلمند کي د ښاروالي دنوي وداني د بنسټ ډبره
کيښودل سوه په هلمندكي دښاروالي دنوي وداني دبنسټ ډبره دهلمندوالي محمدګلاب منګل لخوا كيښودل سوه د هلمندوالي محمد ګلاب د دي وداني دبنسټ ډبري ايښودلو پرمهال خوښي څرګنده کړه اوويي وويل چي داوداني د D F I D يا انګليستان دپراختيايي اداري په مالي لګښت دهبيتاتو موسيسي په همكاري جوړيږي همداراز منګل دهبتاتو موسيسي څخه دمننه وکړه او زياته يي کړه چي وويل دتير يوه كال را په دي خوا دها بيتاتو مو سيسي په هلمند ولايت كي زيات دپام وړ كا رونه تر سره كړېدۍ دي

۱۳۸۸ تیر ۲۸, یکشنبه

د تورخم په ځانمرګي بريد کې شپږ کسانو ته مرګ ژوبله واوښته

د ننګرهار په سرحدي ښارګوټي تورخم کې نن له غرمې وروسته پر سرحدي پوليسو شوي ځانمرګي بريد کې دوه پوليس او يو ملکي وګړى ووژل شول .
د ننګرهار د والي وياند احمد ضياء عبدالزي وويل چې دغه ‌ځانمرګى بريد نن له غرمې وروسته د يوې نيمې بجې په شاوخوا کې وسو.
نوموړي وايي چې پلي ځانمرګي بريد کوونکي د سرحدي پوليسو دتالاشۍ پر پوسته بريد کړى، چې له امله يې عامو وګړيو او پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .
د کورنيو چارو وزارت وايي چې د تورخم په ځانمرګي بريد کې دوه سرحدي پوليس او يو ملکى وګړى وژل شوي دي .
ددغه وزارت ويلي چې په دې پېښه کې يو پوليس او دوه ملکي وګړى ټپيان شوي هم دي، چې دننګرهار ملکي روغتون ته لېږدول شوي دي .
د سرچينې د معلوماتو له مخې ، بريد کوونکي چې له چاودېدونکيو توکيو ډک واسکټ يې په تن کې و، د تالاشۍ په سيمه کې يې ځان ته چاودنه ورکړه.
د يادونې وړ ده ، چې تېره مياشت په همدې سيمه کې يوه ځانمرګي بريد کوونکي، چې دډيورنډ د پولې له پورې غاړې څخه رااوښتى و، په همدې سيمه کې يې بريد کړى و، چې سرحدي پوليسو او عامو وګړيو ته يې مرګ ژوبله اړولې وه.




۱۳۸۸ تیر ۲۳, سه‌شنبه

ميډيا سنټر د ژورنالستانو کور


دا ميډيا سنټر چي د اى ډبليو پي ار لخوا جوړ سوى خو اوس د ژورنالستانو کور يې بللى سو ځکه دلته ټول ژورنالستان د يووالي او اتحاد په فضا کي خپل کارونه پر مخ بيا يې چي په دې کي دې ميډيا سنټر مهم رول لوبولى دى . که چيري نن دغه ميډيا سنټر و تړل سي باوري يم چي ژورنالستان به نه يوازي د زياتو تخنيکي ستونزو سره مخ سي بلکي په کاري فعاليت کي به يې خنډونه را منځ ته سي ، هر ژوناليست چي د نورو سره کومي اړيکي لري هغه به محدودي سي ، انټر نيټ به قطع سي او داسي نور ډير څه .

ددې لپاره چي ميډيا سنټر يو ځل بيا د پخوا حالت ته را وګرځي او تاسو هم په يوه ارامه او سکون بخښوونکې فضا کي خپل کار په ښه توګه سرته ورسوئ تر ټولو لومړى لاندي ټکي پر خپل ځان عملي کړئ ، وروسته يې د نورو څخه د علمي کولو هيله ولرئ .

  1. په ټليفون کي اوږدې خبري

کله چي تاسو د چا سره يا په خاصه توګه د انجونو سره پر ټليفون اوږدې خبري يا بنډار کوي لطفاً د ميډا سنټر څخه د بآندي ووځئ ، ځکه دلته ژورنالستانو ته زيات مزاحمت کوي او بل پلو دلته داسي وختونه هم را غلي چي ځيني ميلمانه به په ميډيا سنټر کي ناست وو او دا ډول خبرو په اوريدلو سره به يې داسي حس کړه چي ګواکي ژورنالستان په ناوړه عملونو کي راګير دي .

  1. پر ميزونو پښې ايښودل :

يو شمير ژورنالستان دا عادت لري چي کله په کمپوټر کي کار کوي پښې يا په بله څوکۍ او يا هم پر ميز ږدي چي دا د يوې ادارې او يو دفتر د قوانينو خلاف کار دى بايد د کار په وخت کي کار وسي او د ارام په وخت کي په وړ ځاى کي ارام وکړل سي ، ستاسو څخه هيله کيږي چي ددې عمل څخه هم ډډه وکړئ

  1. سندري او نور کښته کول .

کله چي په لومړي ځل ميډيا سنټر جوړ سو نو هغه ٤٠ کسان ټول ميډيا سنټر ته رامات سول چي په ( اى ، ډبليو ، پي ، ار ) کي يې دوې اونۍ د ژورناليزم ټريننګ ويلې وو ، هغوى ټول دې ته ليواله وو چي په کمپوټر او انټر نيټ کي کار وکړي هغوى چرته دنده نه لرله ټوله ورځ به يې يا چاټ کوئ ، يابه يې بيلابيل سايټونه کتل او يا به يې هم عکسونه ، سندري او ويډيو ګاني کښته کولې چي وروسته بيا د کابل د دفتر د هدايت سره سم ميډيا سنټر د هغو کسانو لپاره وقف سو چي په رسنيو کي د ژورناليست په توګه دنده ولري ، ددې اوږده شاليد څخه مي مطلب دا وو چي د هغه راهيسي نا حقه او ناوړه سايټونه کتل سندري او ويډيو ګاني کښته کول يا د انجونو او نور غير اخلاقي عکسونه د کمپوټر پر پرده راوستل غير قانوني اعلان سوه هيله کيږي چي دې مادې ته هم غاړه کښيږدى . حتي د مرکزي دفتر څخه داسي راته وويل سوه هغه کسان چي ناوړه سايټونه ګوري بايد د ميډيا سنټر څخه وايستل سي .

  1. په ميډيا سنټر کي سګريټ يا نسوار کول :

په پنځمه ماده کي ستاسو څخه هيله کيږي چي کله سګريټ څکوى يا نسوار کوئ نو د ميډيا سنټر څخه دباندي ارامه توګه تاسي کولاى سي په دفتر کي د نورو ژورنالستانو لپاره د مزاحمت سبب ګرځي .

  1. په لوړ ږغ سندري ږغول ،

دا هم هغه عمل دى چي که بل څوک يې وکړي ته خپله ورسره په تنګيږې ، ددې تر مخه چي يو کس تاسو ته په خوله وايي چي د سندري ږغ مو کښته کړى نو د هغه مخکي تاسو هغه کار وکړئ

که تاسو پورته مادې په پراخ نيت عملي کړئ ، نو موږ چمتو يو چي ستاسو هر ډول هغه تخنيکي ستونزي چي په ميډيا سنټر پوري اړه ولري حل کړو

ستاسو د لا بريا ليتوب په هيله

ما ته ددې مادو او قوانيو په اړه خپل نظر ضرور را وليږئ

په زيات درناوي

احمدشا پاڅون

د ميډيا سنټر مسئول

۱۳۸۸ تیر ۲۲, دوشنبه

ز ما په باره کی معلومات

کامل ”داوري د هلمند ولايت د کجکي ولسوالي د زمينداور د سيمي اسيدونکي يم اوس مهال د هلمند
په مرکز لښکرګاه کي او سيږم
په هلمندکي ديوي ازادي رسني سمون راډيو سره د خبريال په توګه دنده ترسره کوم
ا و د جلال ابادپوهنتون د ادبياتو د پوهنځي د لمړي کال محصل يم
لمړني زدکړي مي د هلمند ولايت د کجکي ولسوالي د زميندوار په سيمه کي ترسره کړي دي
او وروسته مي دولسم ټولګي د شهيد انجينر عبدالمتين په عالي ليسه کي ترسره کړي دي
دوه کاله کيږي چي دي فرهنګي ډګر ته مي لاس اچولي او دا مهال هم په کي بوخت يم
د تليفون نمبر : ٠٧٠٧٧٨٣٨٢٤

۱۳۸۸ تیر ۲۱, یکشنبه

aks



د هلمند په مرکز لشکرگاه کی، د یو سرک د راغلوو چاری پایل شو



دهلمند په لښکرګاه ښار کې پرون دﮁونكاِښ به 21 مه ديوه سړک د رغولواو جوړولو چارې ديولړ مراسيموبه ترڅ كي پيل شو .

نوموړي سړک، چې ٣ کيلو متره اوږدوالى او ١٠ متره سور لري، د لښکرګاه په کارته لګان سيمه کې به په ١٥ ورځو کې جوړ شي .

د لښکرګاه ښاروال حاجي داوود وويل چې پردې سړک ١٦٠ زره امريکايي ډالره لګښت راځي، چې خپله د ښاروالۍ له بوديجېرجخه ورکول کېږي .

دي وايي چې د فوايد عامې رياست له دوى سره ددې سړک په رغولو کې دوسايلو مرسته کړي ده

اولین یادداشت از هلمند


امروز روز اول ورکشاب ژورنالیزم آنلاین در میدیا سنتر می باشد. امیدوارم که از این کورس چیزهای را یاد بگیرم و در آینده بتوانم از آن استفاده کنم.

راستی از یادم نرود که امروز وقتی غذا خوردن، یک صدای انفجار را هم شنیدم که نزدیک بود لقمه در گلونم بند بماند.

در مورد واقعات و حادثات که در آینده اتفاق بیفتد، من حتما خبر می دهم شما را. پس اگر وقت کردید از این صفحه دیدار کنید و من شما را مطلح می سازم که در لشکرگاه، زادگاه من چه می گذرد.

راستی از یادم نرود که من این لشکرگاه را که زادگاهم است بسیار دوست دارم که پاریس فرانسه به پایش نمی رسد.