۱۳۸۸ تیر ۲۸, یکشنبه

د تورخم په ځانمرګي بريد کې شپږ کسانو ته مرګ ژوبله واوښته

د ننګرهار په سرحدي ښارګوټي تورخم کې نن له غرمې وروسته پر سرحدي پوليسو شوي ځانمرګي بريد کې دوه پوليس او يو ملکي وګړى ووژل شول .
د ننګرهار د والي وياند احمد ضياء عبدالزي وويل چې دغه ‌ځانمرګى بريد نن له غرمې وروسته د يوې نيمې بجې په شاوخوا کې وسو.
نوموړي وايي چې پلي ځانمرګي بريد کوونکي د سرحدي پوليسو دتالاشۍ پر پوسته بريد کړى، چې له امله يې عامو وګړيو او پوليسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .
د کورنيو چارو وزارت وايي چې د تورخم په ځانمرګي بريد کې دوه سرحدي پوليس او يو ملکى وګړى وژل شوي دي .
ددغه وزارت ويلي چې په دې پېښه کې يو پوليس او دوه ملکي وګړى ټپيان شوي هم دي، چې دننګرهار ملکي روغتون ته لېږدول شوي دي .
د سرچينې د معلوماتو له مخې ، بريد کوونکي چې له چاودېدونکيو توکيو ډک واسکټ يې په تن کې و، د تالاشۍ په سيمه کې يې ځان ته چاودنه ورکړه.
د يادونې وړ ده ، چې تېره مياشت په همدې سيمه کې يوه ځانمرګي بريد کوونکي، چې دډيورنډ د پولې له پورې غاړې څخه رااوښتى و، په همدې سيمه کې يې بريد کړى و، چې سرحدي پوليسو او عامو وګړيو ته يې مرګ ژوبله اړولې وه.




هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر