۱۳۸۸ تیر ۲۳, سه‌شنبه

ميډيا سنټر د ژورنالستانو کور


دا ميډيا سنټر چي د اى ډبليو پي ار لخوا جوړ سوى خو اوس د ژورنالستانو کور يې بللى سو ځکه دلته ټول ژورنالستان د يووالي او اتحاد په فضا کي خپل کارونه پر مخ بيا يې چي په دې کي دې ميډيا سنټر مهم رول لوبولى دى . که چيري نن دغه ميډيا سنټر و تړل سي باوري يم چي ژورنالستان به نه يوازي د زياتو تخنيکي ستونزو سره مخ سي بلکي په کاري فعاليت کي به يې خنډونه را منځ ته سي ، هر ژوناليست چي د نورو سره کومي اړيکي لري هغه به محدودي سي ، انټر نيټ به قطع سي او داسي نور ډير څه .

ددې لپاره چي ميډيا سنټر يو ځل بيا د پخوا حالت ته را وګرځي او تاسو هم په يوه ارامه او سکون بخښوونکې فضا کي خپل کار په ښه توګه سرته ورسوئ تر ټولو لومړى لاندي ټکي پر خپل ځان عملي کړئ ، وروسته يې د نورو څخه د علمي کولو هيله ولرئ .

  1. په ټليفون کي اوږدې خبري

کله چي تاسو د چا سره يا په خاصه توګه د انجونو سره پر ټليفون اوږدې خبري يا بنډار کوي لطفاً د ميډا سنټر څخه د بآندي ووځئ ، ځکه دلته ژورنالستانو ته زيات مزاحمت کوي او بل پلو دلته داسي وختونه هم را غلي چي ځيني ميلمانه به په ميډيا سنټر کي ناست وو او دا ډول خبرو په اوريدلو سره به يې داسي حس کړه چي ګواکي ژورنالستان په ناوړه عملونو کي راګير دي .

  1. پر ميزونو پښې ايښودل :

يو شمير ژورنالستان دا عادت لري چي کله په کمپوټر کي کار کوي پښې يا په بله څوکۍ او يا هم پر ميز ږدي چي دا د يوې ادارې او يو دفتر د قوانينو خلاف کار دى بايد د کار په وخت کي کار وسي او د ارام په وخت کي په وړ ځاى کي ارام وکړل سي ، ستاسو څخه هيله کيږي چي ددې عمل څخه هم ډډه وکړئ

  1. سندري او نور کښته کول .

کله چي په لومړي ځل ميډيا سنټر جوړ سو نو هغه ٤٠ کسان ټول ميډيا سنټر ته رامات سول چي په ( اى ، ډبليو ، پي ، ار ) کي يې دوې اونۍ د ژورناليزم ټريننګ ويلې وو ، هغوى ټول دې ته ليواله وو چي په کمپوټر او انټر نيټ کي کار وکړي هغوى چرته دنده نه لرله ټوله ورځ به يې يا چاټ کوئ ، يابه يې بيلابيل سايټونه کتل او يا به يې هم عکسونه ، سندري او ويډيو ګاني کښته کولې چي وروسته بيا د کابل د دفتر د هدايت سره سم ميډيا سنټر د هغو کسانو لپاره وقف سو چي په رسنيو کي د ژورناليست په توګه دنده ولري ، ددې اوږده شاليد څخه مي مطلب دا وو چي د هغه راهيسي نا حقه او ناوړه سايټونه کتل سندري او ويډيو ګاني کښته کول يا د انجونو او نور غير اخلاقي عکسونه د کمپوټر پر پرده راوستل غير قانوني اعلان سوه هيله کيږي چي دې مادې ته هم غاړه کښيږدى . حتي د مرکزي دفتر څخه داسي راته وويل سوه هغه کسان چي ناوړه سايټونه ګوري بايد د ميډيا سنټر څخه وايستل سي .

  1. په ميډيا سنټر کي سګريټ يا نسوار کول :

په پنځمه ماده کي ستاسو څخه هيله کيږي چي کله سګريټ څکوى يا نسوار کوئ نو د ميډيا سنټر څخه دباندي ارامه توګه تاسي کولاى سي په دفتر کي د نورو ژورنالستانو لپاره د مزاحمت سبب ګرځي .

  1. په لوړ ږغ سندري ږغول ،

دا هم هغه عمل دى چي که بل څوک يې وکړي ته خپله ورسره په تنګيږې ، ددې تر مخه چي يو کس تاسو ته په خوله وايي چي د سندري ږغ مو کښته کړى نو د هغه مخکي تاسو هغه کار وکړئ

که تاسو پورته مادې په پراخ نيت عملي کړئ ، نو موږ چمتو يو چي ستاسو هر ډول هغه تخنيکي ستونزي چي په ميډيا سنټر پوري اړه ولري حل کړو

ستاسو د لا بريا ليتوب په هيله

ما ته ددې مادو او قوانيو په اړه خپل نظر ضرور را وليږئ

په زيات درناوي

احمدشا پاڅون

د ميډيا سنټر مسئول

هیچ نظری موجود نیست:

ارسال یک نظر